عقرب 29, 1403 16:05 Asia/Kabul
  • پاکستان کې د 17 تنو وژل کیدل

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په خیبرپښتونخو ایالت کې د وسله‌والو په یوه برید کې اته پوځیان وژل شوي دي او د پولیسو اووه افسران تښتول شوي دي.

د استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې، په تیرا کې د پوځ او وسله‌‌‌والو ترمنځ په نښته کې اته سرتيري او نهه وسله‌وال ووژل شول.د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو ډلې منلې ده.ویل کېږي چې په خیبرپښتونخوا کې د تلاشۍ له یوې پوستې څخه د پولیسو اووه افسران د وسله‌والو له‌‌‌خوا تښتول شوي دي.دې چارواکي همداراز ویلي چې، د دې پولیسو وسلې هم د وسله‌‌والو لاس ته لوېدلې دي.په‌‌‌دې وروستیو کې په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي په حملو کې زیاتوالی راغلی.دې ډلې د اکتوبر په پنځه ویشتمه د پولیسو لس افسران ووژل.