د ټیټ کیفیته درملو د ویش په اړه اندیښنه
عقرب 29, 1403 16:03 Asia/Kabul
د ریاست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، په افغانستان کې د نړيوالو موسسو له خوا د بې کيفيته او تاریخ تېرو درملو د وېش له امله سخت اندېښمن دى.
نوموړي د روغتیا نړیوال سازمان له سیمه ییز مشر حنان حسن بلخي سره په لیدنه کې نوموړي په افغانستان کې شته ستونزې ته د دغه سازمان د پاملرنې غوښتنه وکړه.مولوي حنفي دغه راز د روغتيا په نړيوال سازمان کې د افغانستان د څوکۍ د ورکولو غوښتنه هم کړې ده.نوموړي دغه راز له دغه سازمان څخه وغوښتل چې د ناروغانو لپاره د ويزې د اسانتياو رامنځته کولو، په نشه يي توکو د روږدو کسانو او ساري ناروغيو د درملنې، د سرطان د درملنې لپاره د روغتون جوړولو، د ډاکترانو او تخنیکرانو د ظرفيتونو لوړولو او د پوليو د لابراتوارونو په اساسي توګه فعالولو او سمبالولو ته پاملرنه وکړي