په غزې تړانګې دصهیونیستي رژیم د تیریو دوام
عقرب 20, 1403 16:32 Asia/Kabul
د غزې تړانګې د اطلاعاتو دفتر خبر ورکړی دی چې د صهیونیستي رژیم د تیریو په څلور سوه ورځو کې دغه رژیم د ملکي خلکو درې زره او اووه سوه اته نوي قتل عامونه کړي چې په پایله کې یې دري پنځوس زره پنځه سوه دوه پنځوس کسان شهیدان او لادرکه شوي دي. په دغه جنایتونو کې يو سل دوه زره اووه سوه پنځه شپېته کسان ټپيان شوي هم دي۔