ثور 18, 1403 15:36 Asia/Kabul
  • د قوش تپې په ۲۰ اوریزو سیالیو کې د میس عینک او بُست کرکټ ټیمونو سیالۍ

نن له غرمې مخکې د قوش تېپې د کرکټ شل اوره سیالیو کې د میس عینک لوبډلې بست لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

بست لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه او په شل اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره میس عینک لوبډلې ته د یوسلو درې پنځوس منډو هدف وټاکه.د میس عینک لوبډلې هم دغه هدف په په شل اورونوکې د درېیو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.دغه راز نن ماسپښين د سپين غر او امو ټيمونه هم مخامخ شول.د "قوش تېپې" په نامه د کرېکټ شل اوريزو سیالیۍ د مۍ په لومړۍ نېټه د افغانستان له پنځو زونونو څخه د پنځو لوبډلو په ګډون پیل شوې او د مۍ میاشتې تر دیارلسمې به دوام وکړي.