ثور 18, 1403 15:35 Asia/Kabul
  • د مالیې وزارت: په تېر یوه کال کې مو لسګونه زره ټنه مخدره توکي نیولي دي

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت په تېر څوارلسوه او دوه لمریز کال کې د لسګونه زره ټنه نشه‌يي توکو د نیولو اعلان وکړ.

دغه وزارت ویلي چې د دغه وزارت د ګمرک ریاست یوسلو او نهه اویا زره ټنه ټیټ کیفیت لرونکي، منع، غیر معیاري او قاچاق شوي مواد نیولي دي.د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دغو توکو کې طبي، کرنيز، بوټي، خوراکي توکي، درمل او نور شامل دي چې له ګاونډيو هېوادونو څخه د غير رسمي لارو له لارې هېواد ته د ننه شوي دي.د مالیې وزارت وايي چې افغانستان ته د وارد شویو توکو د کیفیت د کنټرول مستقیم مسوولیت لري او په دې برخه کې جدي کار کوي.