ثور 18, 1403 15:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان په جګړه کې تر ۳۰ زرو زیاتو پاکستاني ځوانانو ونډه

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، تر ۳۰ زره ډېر وسله وال پاکستاني ځوانان د طالبانو د ملاتړ لپاره افغانستان ته د جګړې لپاره تللي وو.

فضل الرحمان وويل اوس هغه تنکي ځوانان چې افغانستان ته تللي په زيات قوت سره پاکستان ته ستنيږي.د پاکستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر په کراچۍ ښار کې د دغه ګوند د پلویانو په منځ کې یوې غونډې ته په وینا کې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بندولو په اړه د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز پر ادعا نیوکه وکړه.دده په وینا؛ جنرال قمر جاوید باجوه ورته ويلي چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې يې د ميلياردونو پاکستاني کلدارو په لګښت اغزن تارونه لګولي دي. نوموړي د ښاغلي باجوه په حواله ویلي، چې نه افغانستان ته تللی شي او نه هم څوک بېرته راتلی شي.هغه زیاته کړه چې که فرضي پوله تړل شوې وای نو څنګه به له شل زرو څخه تر دیرشو زرو پورې وسله وال پاکستاني ځوانان له امریکایانو سره د طالبانو په جګړه کې برخه واخیسته.