ثور 15, 1403 15:03 Asia/Kabul

په ننګرهار ولایت کې د یو خیریه بنست له لوري د تلاسیمیا ناروغۍ پنځلس بستریزه مرکز پرانستل شو . د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايې په دغه ولایت کې د تلاسیمیا ناروغۍ کچه تر نورو ولایتونو لوړه ده او ۱۷۰۰ ماشومان په دغه ناروغۍ اخته دې. په دغه ناروغۍ اخته ماشومان او د کورنۍ غړي بیا د دغه مرکز د پرانستل کیدو خوښ دي او له نورو شتمنو هیوادوالو هم په دغه برخه کې د پانګونې او له ځوانانو د دغه مرکزونو سره د ویني د ورکړي غوښتنه کوي.