ثور 12, 1403 14:58 Asia/Kabul
  • د داعش خراسان څانګې د هرات  وسله وال برید پړه پر غاړي اخیستې ده

د داعش خراسان څانګې د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې پر شیعه لمونځ کوونکو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

راپور: احمد خالد امرخیل

دغې ډلې په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي،، چې غړو یې د شیعه لمونځ کوونکو پر جومات برید کړی او په دغه برید کې د جومات د امام په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژلي دي.د دوشنبې په ماښام ناپیژانده وسله والو د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې د امام زمان په جومات کې لمونځ کوونکو باندې برید ترسره کړی وو.سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې پر موټر سایکل سپرو دوو وسله والو بریدګرو پر عبادت کوونکو ډزې وکړې.سرچينې زياته کړې، چې په دې بريد کې د څلورو نارينه یو ماشوم او یوه میرمن وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. شیخ جاوید چې ګذر وکیل او د جومات امام وو هم په دې برید کې وژل شوی دی.