ثور 12, 1403 14:56 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د چین بشري مرستو لومړۍ جوپې راپور ورکړل شوی

په افغانستان کې د چین سفیر وايي، له افغانستان سره د دغه هېواد د سل میلیونه یوانو د مرستې لومړۍ جوپه به ډېر ژر کابل ته راورسېږي.

جاو شینګ په خپله ایکس پاڼه کې د دې خبر په خپرولو سره ویلي، دغه بشري مرستې نن د افغانستان لپاره د چین له سینکیانګ ولایت د هورګوس له بندر څخه حرکت پیل کړی دی.جاو شینګ پر دې ټينګار کړی چې چين له بشري ننګونو سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی. چین له افغانستان سره د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې پراخې اړیکې لري.دغه هېواد په افغانستان کې د سترو اقتصادي پروژو په ګډون د کانونو او د نفتو او ګازو په برخو کې هم خپله بشپړه همکاري جاري ساتلې ده.بلخوا سرپرست حکومت هم هڅه کړې چې د واخان بندر د بیا پرانستلو له لارې له چین سره پراخې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.