ثور 12, 1403 14:54 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي انقلاب مشر له یوشمېر ښوونکو سره لیدلي دي

د ایران اسلامي انقلاب مشر نن په دغه هیواد کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت د ایراني ښوونکو له یوې ډلې سره کتلي دي.

په دې کتنه کې آیت الله خامنه ای د ښوونکو مقام او رول ارزښتناک وباله او ټینګار یې وکړ چې د هر هیواد او نظام د بنسټیزو ګټو بیانول د ښوونکو او د هیوادونو د ښوونیز نظام له دندو څخه شمېرل کیږي. د ایران مشر نړیوالو پرمختګونو او د صهیونیستي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره ویلي، نن غزه د نړۍ لومړۍ مسله ده او صهیونیستان او د هغوی امریکایي او اروپایي ملاتړي نشي کولای د غزې موضوع د نړۍ د عامه افکارو له اجنډا څخه لرې کړي.د ایران مشر همداراز په امریکایي پوهنتونونو او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د محصلینو لاریونونو ته په نغوتې سره ویلي، پر صهیونیستي رژیم فشارونه باید ورځ تر بلې زیات شي.ایت الله خامنه ای همداشان ټینګار وکړ چې فلسطین باید خپلو اصلي خاوندانو ته ور وګرځول شي او له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کول به هیڅکله د لویدیځې اسیا ستونزه حل نه کړي.