ثور 12, 1403 14:53 Asia/Kabul
  • د غزې په تازه بریدونو کې ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي

د غزې پر تړانګې د صهیونیستي پوځیانو جنایتونه په داسې حال کې لا هم دوام لري چې ډیری عام وګړي تر خاورو لاندې دي او د راوستلو لړۍ یې دوام لري.

دصهیونیستي رژیم پوځیانو نن سهار یوځل بیا دغزې ښار په ختیځ الزیتون سیمه کې درې بریدونه ترسره کړي دي چې په پایله کې يي درې تنه فلسطینیان شهیدان او لس تنه نور ټپیان شوي دي. همداشان د غزې د ښار په ختیځ کې د الفتاح په سیمه کې په یو کور د برید په پایله کې دوه تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.د صهیونیستي رژیم جنګی الوتکو د غزې تړانګې په مرکز النصیرات پنډغالي باندې هم بریدونه ترسره کړي چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپیان شوي دي. د غزې تړانګې په سویل رفح ښار باندې په بریدونو کې هم څلور تنه فلسطیني وګړي په شهادت رسېدلي چې له دې شمېر څخه درې تنه یې میرمنې دي.په ورته وخت کې ځايي سرچینو اعلان کړی، چې لس زره کسان لا هم تر خاورو لاندې دي او د ژغورنې ډلې لا هم له خاورو لاندې څخه د نا درکه کسانو راویستلو په لټه کې دي. د دغو سرچینو په وینا، دا کسان د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د شهیدانو په نوملړ کې شتون نلري. همدا راز ویل شوي چې پر غزې د برید شیهدانو شمېر څلورڅلویښت زره کسانو ته لوړ شوی دی.