ثور 04, 1403 15:01 Asia/Kabul
  • د چین سفیر افغان سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي

د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر جاوه شینګ سره کتلي دي

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو او د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.ښاغلي متقي ټینګار کړی چې دوی د سوداګرۍ او پانګونې ښه فرصتونه رامنځته کړي او چین ته د انارو او جلغوزیو صادرات او د عینک او واخان دهلیز او د مسو سکتور په برخه کې د پانګونې پرمختګ لپاره دوی ته لاره هواره کړې ده چې د دوی له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کیږي.په ورته وخت کې؛ جاوه شنګ هم په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه مثبت او باثباته بللي او زیاته کړې، هڅه کوي په اقتصادي برخه کې لا زیات سوداګر او پانګوال وهڅوي چې له افغانستان سره د اوږدمهاله همکاریو په برخه کې خپلې اړیکې پراخې کړي.