ثور 04, 1403 14:59 Asia/Kabul
  • په مالیزیا کې  دوه پوځي چورلکې د تمرین پرمهال راپریوتلي دي

د مالیزیا رسنیو د انځورونو په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه هېواد د دوو پوځي چورلکو له ټکر وروسته د په دې چورلکو کې ناستې ټولې سپرلۍ وژل شوي دي.

راپور: احمد خالد امرخیل

د فري مالیزیا ټوډې د راپور له مخې، د مالیزیا سمندري ځواکونو دوه چورلکې چې پر پوځي تمریناتو بوختې وې سره جنګېدلي او په پایله کې یې لس تنه چې په دې چورلکو کې سپاره وو وژل شوي دي.د راپورونو له مخې، پېښه د مالیزیا په لویدیځ ساحل کې د پراک په ایالت کې د لوموت په هوايي اډه کې رامنځته شوې ده.تر اوسه د دغې پېښې اصلي لامل په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی، خو خپاره شوي انځورونه ښيي چې یوه چورلکه له شا څخه د بلې چورلکې سره جنګېدلې او دواړه راغورځېدلي دي.