ثور 03, 1403 15:17 Asia/Kabul

په نورستان ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري په یولس زره هکتاره ځمکه د څړځایونو جوړولو چاري پیل شوي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وايي د څړځایونو لپاره يې د مصر هیواد څخه د رکشې تخمونه راوړي چې په مرکز او واما ولسوالیو کې به په يو شمیر ځایونو کې وشيندل شي.