ثور 01, 1403 14:20 Asia/Kabul

په نورستان ولایت کې څه د پاسه درې زره مالدارانو ته د شیدو د پروسس وسایل وويشل شول. د دغه ولایت د کرنې ریاست مسولین وایې له دغه چارې څخه موخه د مالدارۍ عصري کول او حفظ الصحي مراعت کول دي. مالداران بیا د دغې مرستې خوښي ښايي ، خو د حیواني محصولاتو لپاره د مناسب مارکیټ د برابرولو غوښتنه کوي. زموږ همکار نجیب الرحمن الکوزی نورستان ته تللي او دا راپور يې پرې چمتو کړی.