ثور 01, 1403 14:18 Asia/Kabul

د سمنګانو ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي، چې دې رياست تېر کال په يتيم خانو کې اتیا بې سرپرسته ماشومانو ته د زده کړې او د ژوند زمينه برابره کړې ده. د دې ادارې مسوولین زیاتوي چې هڅه کوي د دغو ماشومانو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.