ثور 01, 1403 14:09 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د پاکستان صادراتو کې ۷۶ سلنه کمښت راغلی

یوې پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د دولتي بانک د راپور په حواله ویلي، چې په دوه زره درویشتم کال کې افغانستان ته د پاکستان د خوراکي توکو په صادراتو کې شپږ اویا سلنه کموالی راغلی او د افغانستان اقتصادي ستونزې زیاتې شوي دي.

راپور: احمد خالد امرخیل

د یاد هېواد سما خبرې شبکې راپور له مخې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد د سختو ننګونو او کړکېچونو سره مخامخ شوی دی.د دغه راپور پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد د سترو خنډونو او ننګونو سره مخامخ شوی او د نړۍوال بانک د اټکلونو له مخې د افغانستان نیمايي خلک په لوږه ژوند تېروي.په دغه راپور کې راغلي، چې د روان کال په پیل کې د افغانستان د پیسو پړسوب دوه اعشاریه لس سلنې ته رسېدلی او دې کار پر خلکو مالي فشارونه زیات کړي دي.د افغانستان صادرات د دوه زره څلریشتم کال د فبرورۍ او مارچ میاشتو تر منځ دوه دیرش اعشاریه نهه مېلیون ډالرو ته ښکته شوی او په همدې موده کې د دغه هېواد په وارداتو کې هم نهه نوي اعشاریه دوه مېلیون ډالره کموالی راغلی دی.د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د افغانستان اقتصاد ته ستره ضربه پاکستان ته له دغه هېواده د ډبرو سکرو په صادرولو کې کموالی ښودل کېږي او داسې وړاندوینه هم شوې چې کېدای شي دغه صادرات د روان کال تر پایه اووه اتیا سلنه نور هم کم شي.