ثور 01, 1403 12:59 Asia/Kabul
  • صهیونیستي رژیم ته د ایران بهرنیو چارو وزیر ګواښ

د ایران بهرنیو چارو وزیر له ان بي سي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې د اسرائیلي رژیم پر وړاندې د ایران د غبرګون په اړه ویلي، موږ کولای شوای چې د اسرائیلي رژیم ټول اقتصادي بندرونه حیفا او تل ابیب په نښه کړو، خو زموږ سره کرښه ملکي وګړي وو.

حسین امیرعبداللهیان ټینګار وکړ ایران هیڅکله په سیمه کې د جنګ او تاوتریخوالي د پراختیا هرکلی نه کوي او د صهیونیستي رژیم پرضد د ایران پوځي عملیات مشروع دفاع وه .نوموړي زیاته کړې، که اسرائیلي رژیم وغواړي پر ایران باندې عملیات وکړي، د تهران ځواب به د پخوا په پرتله توپیر ولري.د دې خبرو په یوه بله برخه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي چې نیویارک ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې یې د ملګرو ملتونو له چارواکو او انتونیو ګوتریش سره د جګړې د درولو، د بندیانو د سمدستي تبادلې، د اسراییلي پوځیانو د وتلو په اړه ډېر مهم او عملي نظریات شریک کړي دي.