حمل 29, 1403 14:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې په اړه اندېښنې

په پروان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو د ګزمې څخه خبر ورکوي.

په پروان ولایت کې دغو سرچینو ویلي، چې نن سهار د یاد ولایت په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو غږونه اورېدل شوي دي.په دې وروستیو کې نیمروز، کندهار، پکتیکا، پنجشیر، هرات او بدخشان ولایتونو کې هم بې پیلوټه الوتکې لیدل شوي دي.تر دې مخکې د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هم د نيمروز او کندهار په اسمان کې د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې پخلى کړى و.د سرپرست حکومت مشر ملا هيبت الله اخندزاده د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې د وېرې له امله په کندهار کې د دوه سوه پنځه اتل قول اردو کمپ ته لیږدول شوی دی.