حمل 09, 1403 16:36 Asia/Kabul
  • د روسیې دولتي خبري آژانس: پر کنسرت برید کوونکي، د ټلګرام له لارې له داعش سره یوځای شوي وو

د روسیې دولتي خبري آژانس ویلي چې، د مسکو د کنسرت پر تالار برید کوونکي، د ټلیرامي چینل له لارې داعش ته جذب شوي وو.

دغه خبري آژانس لیکلي چې د خراسان غږ په نامه دغه چینل د خراسان له داعش ترهګرې ډلې سره تړاو لري او په ځانګړی ډول د تاجیکستان وګړي جذبول.دغې رسنۍ ویلي چې دا چینل اوسمهال په روسیه او تاجکستان کې غیر فعاله شوی دی.د دغه خبري آژانس د خبر په یوه برخه کې راغلي، چې د روسیې د فدرال امنیتي ادارې یوه چارواکي، د دغه چینل په جوړولو کې د امریکا او بریتانیا استخباراتي ادارې تورنې کړې دي.په مسکو کې د کنسرت پر تالار د وسله والو بریدګرو په برید کې نږدې، یوسلو څلوېښت کسان مړه او تر یوسلو شپېتو ډېر ټپیان شول. داعش له دغه برید یوه ورځ وروسته، د دغه خونړي برید مسئولیت پر غاړه واخیست.