حمل 09, 1403 16:34 Asia/Kabul
  • د ایران د پارلمان له مشر سره د اسماعیل هنیه لیدنه

د حماس د سیاسي دفتر مشر د ایران د پارلمان له مشر سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه نن د پنجشنبې په سهار د ولسي جرګې په ودانۍ کې د ایران د ولسي جرګې له مشر محمد باقر قالیباف سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.د دغه خبر له مخې، ښاغلی هانیه دوه ورځې مخکې تهران ته ورسېد چې تراوسه یې د اسلامې انقلاب له معظم رهبر، د ایران د اسلايی جمهوریت له ولسمشر، د ملي امنیت د عالي شورا له منشي او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.په دغو کتنو کې د فلسطین او سیمې په وروستیو حالاتو خبرې اترې شوي او همدارنګه د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر د فلسطین له خلکو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ مننه کړې ده.