حمل 08, 1403 14:08 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله په نیول شویو سیمو تر ۳۰ زیات راکټونه توغولي

د لبنان حزب الله د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، په غزې کې د فلسطین د خلکو په ملاتړ او په الهباریه کې د صهیونیستي رژیم د جنایت په ځواب کې د مقاومت ځواکونو د صهیونیستي رژیم ډیری سیمې په توغندیو سره په نښه کړي دي.

صهیونیستي رسنیو خبر ورکړی چې د حزب الله په دغه توغندیز برید کې دوه کسان ژوبل او یوتن بل وژل شوي دی.ځینو سرچینو په نیول شویو سیمو جلیل اعلی شورا ته څېرمه د راکټ د لګېدو څخه هم خبر ورکړی دی.صهیونیستی رسنیو هم خبر ورکړی چې د کریات شمونه ښار نن سهار د سختو نښتو شاهد و او د صهیونیستانو شتمنیو ته یې سخت مالي ځیانونه رسولي دي.د دغه راپور له مخې حزب الله د کریات شمونه په اوو مختلفو سیمو باندې له دېرشو زیات راکټونه توغولي دي.د لبنان حزب الله له دې مخکې ګواښ کړی وو چې د لبنان په سویل کې د الهباریه په طبي مرکز باندې د صهیونیستي رژیم بریدونه به بې ځوابه پاتې نشی.همدا راز د صهیوینستي رژیم جنګي الوتکو نن سهار په الهباریه ښار کې د اسلامي ټولنې مرکز باندې هم برید ترسره کړی دی. د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې په دې برید کې شاوخوا اووه تنه شهیدان شوي دي.