-
په غزې د یرغلګر رژیم برید کې د درېیو خبریالانو شهادت
حوت 26, 1403 13:35د غزې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې تیره شپه د غزې په شمال کې د صهیونیستي رژیم په هوايي برید کې لږ تر لږه نهه کسان شهیدان شوي چې درې سیمه ییز خبریالان هم پکې شامل دي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
-
پاکستان کې د امنیتي پېښو ډیروالی
حوت 26, 1403 13:34په دې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې امنیتي پیښې زیاتې شوې دي او نن هم په بلوچستان ایالت کې د مسافرو یو بس په نښه شو. تېره شپه پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د لشکر اسلام ډلې بنسټ ایښودونکی په پېښور ښار کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
-
عمان ته د ایران بهرنیو چارو وزیر سفر
حوت 26, 1403 13:33د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن د یوه پلاوي په مشرۍ مسقط ته سفر وکړ او له خپل عماني سیال سید بدر البوسعید سره یې کتنه او خبرې اترې وکړې.
-
د ایران انقلاب رهبر سره د شاعرانو لیدنه
حوت 26, 1403 13:32د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای د شاعرانو له یوې ډلې سره په یوه غونډه کې د فارسي شعر اوسنۍ ژبه د انقلابي دورې په جریان کې رامینځته شوې بې ساري ژبه وبلله او وویل: دا هنري امتیاز زموږ په وخت کې د شاعرانو راولاړېدو او د شعر د لوړو څوکو لپاره یو بل باب دی.
-
د ښځینه ډاکټرانو کمښت د افغانستان روغتیايي ننګونه
حوت 26, 1403 13:31د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یو ځل بیا په افغانستان کې په طبي موسسو کې د ښځو زده کړو پر بندیز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا به ویجاړونکې پایلې ولري.
-
اطلاعاتو ته لاسرسي کې پر خبریالانو محدودیتونه
حوت 26, 1403 13:30د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو ټولنې اعلان وکړ چې محدودیتونو او معلوماتو ته د لاسرسي نشتوالي خبریالان له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
-
د افغانستان او قزاقستان سوداګریزه راکړه ورکړه
حوت 26, 1403 13:29د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت راپور ورکړی چې د روان لمریز کال په لومړیو یوولسو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څلور سوه میلیون ډالرو څخه ډیره سوداګري شوې ده.
-
په یمن د امریکا پوځي یرغل کې لسګونه شهیدان او ټپيان
حوت 26, 1403 13:27د یمن پلازمېنه تېره شپه د امریکا په هوايي بریدونو کې په نښه شوه. دا برید د امریکا د ولسمشر په امر ترسره شو او په پایله کې یې لسګونه ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو شهیدان او له سلو څخه زیات ټپیان شول د یمن انصارالله ټینګار کړی چې د امریکا د یرغل ځواب به ورکړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 25, 1403 13:22د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
ساحلي فوټبال لوبو کې د افغانستان لومړنۍ بریا
حوت 25, 1403 13:22د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې په تایلنډ کې په خپله لومړۍ لوبه کې خپل سعودي سیال ته ماتې ورکړه.