عمان ته د ایران بهرنیو چارو وزیر سفر
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41718-عمان_ته_د_ایران_بهرنیو_چارو_وزیر_سفر
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن د یوه پلاوي په مشرۍ مسقط ته سفر وکړ او له خپل عماني سیال سید بدر البوسعید سره یې کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 26, 1403 13:33 Asia/Kabul
  • عمان ته د ایران بهرنیو چارو وزیر سفر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن د یوه پلاوي په مشرۍ مسقط ته سفر وکړ او له خپل عماني سیال سید بدر البوسعید سره یې کتنه او خبرې اترې وکړې.

په دې غونډه کې د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه ییزو تحولاتو په ځانګړې توګه د یمن وضعیت او په دغه هیواد باندې د امریکایي ځواکونو د وروستیو جنایي بریدونو په اړه بحثونه وکړلپه دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیپلوماټیکو حل لارو لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو او د ستونزو د حل او د تاوتریخوالي کمولو لپاره د خبرو اترو او سوله ایزو لارو چارو په کارولو ټینګار وکړ.همدارنګه د دې غونډې په جریان کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو وروستی حالت وڅیړ.