د ایران انقلاب رهبر سره د شاعرانو لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41717-د_ایران_انقلاب_رهبر_سره_د_شاعرانو_لیدنه
د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای د شاعرانو له یوې ډلې سره په یوه غونډه کې د فارسي شعر اوسنۍ ژبه د انقلابي دورې په جریان کې رامینځته شوې بې ساري ژبه وبلله او وویل: دا هنري امتیاز زموږ په وخت کې د شاعرانو راولاړېدو او د شعر د لوړو څوکو لپاره یو بل باب دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 26, 1403 13:32 Asia/Kabul
  • د ایران انقلاب رهبر سره د شاعرانو لیدنه

د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای د شاعرانو له یوې ډلې سره په یوه غونډه کې د فارسي شعر اوسنۍ ژبه د انقلابي دورې په جریان کې رامینځته شوې بې ساري ژبه وبلله او وویل: دا هنري امتیاز زموږ په وخت کې د شاعرانو راولاړېدو او د شعر د لوړو څوکو لپاره یو بل باب دی.

د ایران د اسلامي انقلاب رهبر شاعرانو ته د مشورې ورکولو په وخت کې د فارسي ادبیاتو له خزانې او د سترو ایراني شاعرانو په شعرونو کې موجود هنري سرچینو څخه ګټه اخیستل اړین وګڼل.هغه په اوسني وخت کې د ټولنیزو مفاهیمو ډېروالی په شعر کې د کارولو لپاره یو په زړه پورې ظرفیت وباله او وویل: "په دې غونډه کې د شهیدانو سلیماني، رئیسي، نصرالله او سنوار په اړه شعرونه ولوستل شول چې دا ښیي چې دا ژوندي مفاهیم د شعر له لارې د خلکو په ذهنونو کې ژوندي ساتل کیدی شي."په دې غونډه کې شپږ دېرش شاعرانو په مختلفو مذهبي، ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو خپل شعرونه ولوستل.