ساحلي فوټبال لوبو کې د افغانستان لومړنۍ بریا
حوت 25, 1403 13:22 Asia/Kabul
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې په تایلنډ کې په خپله لومړۍ لوبه کې خپل سعودي سیال ته ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې اکبر بهادري، فهیم حیدري، او سعید سیاسي د افغانستان لپاره درې ګولونه ووهل، او لوبډله یې درې پر دوه بریا ته ورسوله.دا سیالۍ چې د چمتووالي په توګه ترسره کیږي ټاکل شوې ده چې افغانستان نن او سبا د جاپان او بحرین په وړاندې لوبه وکړي.دا لوبې د یوولسم آسیایي جام لپاره د چمتووالي په توګه دي چې په تایلنډ کې ترسره کیږي.دا په دې سیالیو کې د افغانستان پنځم ګډون دی خو افغانستان هیڅکله هم ګروپي پړاو ته نه دی رسیدلی خو دا ځل افغان لوبډلې په دې سیالیو کې د لوړو هیلو سره ګډون کړی دی.