اطلاعاتو ته لاسرسي کې پر خبریالانو محدودیتونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41715-اطلاعاتو_ته_لاسرسي_کې_پر_خبریالانو_محدودیتونه
د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو ټولنې اعلان وکړ چې محدودیتونو او معلوماتو ته د لاسرسي نشتوالي خبریالان له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 26, 1403 13:30 Asia/Kabul
  • اطلاعاتو ته لاسرسي کې پر خبریالانو محدودیتونه

د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو ټولنې اعلان وکړ چې محدودیتونو او معلوماتو ته د لاسرسي نشتوالي خبریالان له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

په کابل کې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې دې ټولنې ټینګار وکړ چې خبریالان لاهم معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له پراخو ننګونو سره مخ دي.له بلې خوا دې بنسټ ویلي دي چې خبریالان د دندې محدودیتونو سربیره له رواني او اقتصادي فشارونو سره هم مخ دي.دا په داسې حال کې ده چې د افغان خبریالانو مرکز په دې وروستیو کې په یوه راپور کې اعلان وکړ چې سږ کال د رسنیو د حقونو د سرغړونو یو سل او یو اتیا قضیې، چې پکې د خبریالانو ګواښونه او غیرقانوني توقیف شامل دي، ثبت شوي دي.