د افغانستان او قزاقستان سوداګریزه راکړه ورکړه
حوت 26, 1403 13:29 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت راپور ورکړی چې د روان لمریز کال په لومړیو یوولسو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څلور سوه میلیون ډالرو څخه ډیره سوداګري شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وویل چې د پورته ذکر شوي شمېرې څخه پنځه څلویښت میلیونه ډالر صادرات او درې سوه پنځه اتیا ملیونه ډالر واردات دي.قزاقستان د سرپرست حکومت له راتګ راهیسې له افغانستان سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې زیاتې کړې دي.په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغان توکو د پلورلو لپاره ښه بازارونه ګڼي او دې هیواد ته د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کوي.