-
د قوش تپې پر ځمکو د ملي پراختیا شرکت مالکیت
جدی 26, 1403 14:00د ملي پراختیا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملا هبت الله د فرمان پر بنسټ، د قوش تپې کانال په اوږدو کې یو میلیون جریبه ځمکه دغه شرکت ته سپارل شوې ده.
-
د بندیانو تبادلې اړوند پر واشنګټن د مجاهد نیوکه
جدی 26, 1403 13:59د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی او د امریکا دولت ترمنځ د پټو خبرو اترو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې کابل چمتو دی چې د خپلو شرایطو پر بنسټ د بندیانو تبادله وکړي.
-
د کډوالو په تړاو درې اړخیزه ناسته
جدی 26, 1403 13:59د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د کډوالو په اړه به د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ترمنځ درې اړخیزه غونډه په پاکستان کې جوړه شي
-
د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا
جدی 26, 1403 13:49د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، په متحده عربي اماراتو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې په ترڅ کې له دهلي سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا اعلان کړی. هغه وويل چې هند ژمنه کړې چې افغانانو ته د ويزو ورکول به بيا پيل کړي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جدی 25, 1403 13:24د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د کندهار ولایت فوټبال لیګ سیالۍ
جدی 25, 1403 13:23د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د کندهار ولایتي فوټبال لیګ، چې د نهو ټیمونو په ګډون ترسره شوی و، د اتفاق خانزاده ټیم په اتلولۍ سره پای ته ورسید
-
د خدیم اف سي ټیم لپاره د فوټبال فدراسیون حکم
جدی 25, 1403 13:22وروسته له هغه چې د سرپل خدیم اف سي لوبډلې په هرات کې د افغان اتلانو لیګ سیالیو څخه لاس واخیست، د افغانستان فوټبال فدراسیون پر دې لوبډلې بندیز ولګاوه.
-
لاس انجلس کې د اورلګیدو پراخیدو اندېښنې
جدی 25, 1403 13:21د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې اورلګېدنې تر اوسه پورې د واشنګټن ډي سي په اندازه سیمه سوځولې ده. دا په داسې حال کې ده چې په لاس انجلس کې چارواکو اعلان وکړ چې قوي بادونو اورونه نور هم ګرم کړي دي. له بلې خوا، د لاس انجلس د اورلګېدنې زیان شاوخوا دوه سوه پنځوس ملیارد ډالر اټکل شوی دی.
-
د صهیونیستي رژیم په دفاع وزارت د یمن توغندیز برید
جدی 25, 1403 13:20د یمن وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې په خپل دریم پوځي عملیاتو کې یې د اشغال شوي یافا په سیمه کې د صهیونیستي رژیم د جګړې وزارت یې د دوو هایپرسونیک توغندیو په وسیله تر برید لاندې نیولی. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یو ځل بیا ټینګار وکړ تر څو د غزې اوسېدونکو پر وړاندې بریدونه ونه درول شي خپلو پوځي عملیاتو ته به دوام ورکړي
-
بلوچستان ایالت کې د 27 اورپکو وژل کیدل
جدی 25, 1403 13:17د پاکستان پوځ اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو یې د ترهګرو پر یوه پټنځای د پوځي عملیاتو په ترڅ کې اووه ویشت تنه وژلي دي.