-
د یوناما له مشرې سره د پاکستاني چارواکې لیدنه
جدی 25, 1403 13:16د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت مرستیالې امینه بلوچ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدنه او خبرې اترې وکړې
-
روغتیايي مرستو لپاره د 279 میلیونه ډالرو اړتیا
جدی 25, 1403 13:15د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي چې په افغانستان کې د روغتیایی مرستو د برابرولو لپاره دوه سوه نهه اویا اعشاریه اووه ملیونه ډالرو ته اړتیا ده.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د 80 سلنه سوداګرۍ کموالی
جدی 25, 1403 13:13د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي چې په تیرو دوو کلونو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ سوداګریزې ستونزې زیاتې شوې دي. هغه وويل چې د پاکستان له لارې د افغان سوداګریزو توکو لېږد شاوخوا اتیا سلنه کم شوی دی.
-
د ۶۵ زره جریبه څخه ډېره دولتي ځمکه راګرځول
جدی 25, 1403 13:12د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د هیواد په یوولسو ولایتونو کې له پنځه شپیته زره او دوه سوه پنځه ویشت جریبه څخه زیاته دولتي ځمکه بیرته ترلاسه شوې ده.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جدی 24, 1403 13:35د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د لبنان او سوریې په سرحدي سیمو بمبار
جدی 24, 1403 13:34په سوریه کې خبري سرچینو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د هیواد دننه او د لبنان سره پر پوله پرتو سیمو بریدونه کړي دي.
-
امریکا کې د اورلګېدو پېښه کې د 24 تنو مړینه
جدی 24, 1403 13:33د امریکا کالیفورنیا ایالت د حکومتي چارواکو له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د لاس انجلس په مختلفو سیمو کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر تر اوسه پورې څلورویشتو ته لوړ شوی، او احتمال شته چې د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي
-
لبنان کې د 20 شهیدانو جسدونو موندل
جدی 24, 1403 13:32په لبنان کې د مرستې او ژغورنې ډلو د هیواد په سویل کې د نږدې شل شهیدانو د جسدونو موندلو خبر ورکړ
-
غزه کې د صهیونیستانو جنایتونو دوام
جدی 24, 1403 13:31د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په دوام چې هره ورځ په غزه کې له فلسطینیانو قرباني اخلي؛ نن ورځ، په یوه ښوونځي باندې په برید کې لږ تر لږه پنځه کسان شهیدان او له لسو څخه زیات نور ټپیان شول.
-
د زړه په سوري اخته 400 ماشومانو درملنه
جدی 24, 1403 13:31د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې، په هیواد کې له څلورو سوو څخه زیاتو د زړه په ناروغیو د اخته ماشومانو درملنه شوې ده.