د صهیونیستي رژیم په دفاع وزارت د یمن توغندیز برید
جدی 25, 1403 13:20 Asia/Kabul
د یمن وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې په خپل دریم پوځي عملیاتو کې یې د اشغال شوي یافا په سیمه کې د صهیونیستي رژیم د جګړې وزارت یې د دوو هایپرسونیک توغندیو په وسیله تر برید لاندې نیولی. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یو ځل بیا ټینګار وکړ تر څو د غزې اوسېدونکو پر وړاندې بریدونه ونه درول شي خپلو پوځي عملیاتو ته به دوام ورکړي