د کډوالو په تړاو درې اړخیزه ناسته
جدی 26, 1403 13:59 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د کډوالو په اړه به د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ترمنځ درې اړخیزه غونډه په پاکستان کې جوړه شي
د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل چې د درې اړخیزې غونډې په اړه موافقه شوې ده، خو د هغې دقیق وخت لا نه دی ټاکل شوی.هغه وويل چې ډېرې هيلې شته چې دا درې اړخيزه غونډه به د افغان کډوالو په ګټه په پاکستان کې وضعيت ښه کړي.په تېر کال کې، د سرپرست حکومت او پاکستاني حکومت ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. په کډوالو باندې فشار په بې ساري ډول زیات شوی دی.پاکستاني پولیس تورن دي چې هغه افغان کډوال نیسي چې معتبر اسناد لري او یو شمیر یې شکنجه کوي او ځوروي یې.