بلوچستان ایالت کې د 27 اورپکو وژل کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39791-بلوچستان_ایالت_کې_د_27_اورپکو_وژل_کیدل
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو یې د ترهګرو پر یوه پټنځای د پوځي عملیاتو په ترڅ کې اووه ویشت تنه وژلي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 25, 1403 13:17 Asia/Kabul
  • بلوچستان ایالت کې د 27 اورپکو وژل کیدل

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو یې د ترهګرو پر یوه پټنځای د پوځي عملیاتو په ترڅ کې اووه ویشت تنه وژلي دي.

دا عملیات د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د کاچي په سیمه کې ترسره شول. د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شوي کسان د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وو.که څه هم پاکستان د وژل شویو کسانو د هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بیلتون غوښتونکو په څیر ډلې په دې ولایت کې پراخ حضور لري.پرون، د پښتونخوا سیمه ییزو چارواکو سره په یوه غونډه کې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر اعلان وکړ چې د پاکستان پوځ د حکومت ضد وسله والو ډلو پوځي وړتیاوې کمزورې کړې دي.د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده.پاکستان په خپل هېواد کې د ناامنۍ تور پر سرپرست حکومت اچوي، خو د افغان سرپرست حکومت دا ادعاوې ردوي.