-
امریکا ته د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرداری
دلو 10, 1403 13:18د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سکای نیوز سره په مرکه کې وویل چې موږ په څرګنده توګه ویلي دي چې د ایران په اټومي تاسیساتو هر ډول برید به د سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي.
-
د رواني ناروغیو ۳۵ سلنه زیاتوالی
دلو 10, 1403 13:17د افغانستان په ختيځ کې د افغاني سرې مياشتې د رواني ناروغيو د درملنې مرکز مسولين وايي د تير کال په پرتله پنځه ديرش سلنه د روانې ناروغيو په شمير کې زياتوالی راغلی دی. دوي او د رواني ناروغيو متخصصين يې لامل فقر ، بيوزلي ، بې روزګاري او کورنۍ ستونزې يادوي.
-
خوست کې د یوې کورنۍ د غړو وژنه
دلو 10, 1403 13:16د خوست ولایت په علي شیر ولسوالۍ کې په یوې کورنۍ د تېر ماښام د وسله وال برید قربانیانو جنازې نن خاور ته وسپارل شوې
-
امریکا سره د اړیکو په تړاو د متقي څرګندونې
دلو 10, 1403 13:15د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي دي چې دوی له امریکا سره د درناوي او وقار پر بنسټ اړیکې غواړي.
-
د تاپ ــ ۵۰۰ پروژې په تړاو درې اړخیزه ناسته
دلو 10, 1403 13:14د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ټاپ-پنځه سوه پروژې د عملي کار د پیل په اړه د ترکمنستان حکومت او یو ترکي شرکت له استازو سره د دې ادارې د چارواکو لومړۍ درې اړخیزه غونډه په کابل کې ترسره شوه.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتوالی
دلو 10, 1403 13:13د سرپرست حکومت د اقتصاد مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه لس ملیارد ډالرو ته لوړېدلی شي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
دلو 09, 1403 13:28د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د صهیونیستي رژیم پر ماتې د ایران د رهبر ټینګار
دلو 09, 1403 13:27د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو، استازو، د اسلامي هیوادونو سفیرانو او د خلکو د مختلفو طبقو نن د ایران د اسلامي انقلاب له رهبر آیت الله خامنه ای سره وکتل. آیت الله خامنه ای په غزه کې د پرمختګونو په اړه وویل چې دې کوچنۍ سیمې د صهیونیستي رژیم د ګونډو کولو توان درلود.
-
د سرپرست حکومت پر رسمیت نه پېژندلو د ایران ټینګار
دلو 09, 1403 13:26په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي وايي چې افغانستان ته د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي سفر د سرپرست حکومت د رسمیت پیژندلو په معنی نه دی.
-
بامیان کې د سرب او جست کان تړون
دلو 09, 1403 13:25د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د سربو او جستو د پنځو کانونو د استخراج قراردادونه لاسلیک کړل.