امریکا ته د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرداری
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40311-امریکا_ته_د_ایران_بهرنیو_چارو_وزیر_خبرداری
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سکای نیوز سره په مرکه کې وویل چې موږ په څرګنده توګه ویلي دي چې د ایران په اټومي تاسیساتو هر ډول برید به د سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 10, 1403 13:18 Asia/Kabul
  • امریکا ته د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرداری

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سکای نیوز سره په مرکه کې وویل چې موږ په څرګنده توګه ویلي دي چې د ایران په اټومي تاسیساتو هر ډول برید به د سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي.

ښاغلي عراقچي ټینګار وکړ چې پر دې تاسیساتو برید به د ټولې سیمې لپاره یو لوی ناورین وي.هغه روښانه کړه هغه فکر نه کوي چې صهیونیستي رژیم او امریکا به دا احمقانه اقدام وکړي.د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په ځواب کې چې مصر او اردن ته یې د غزې د خلکو د لیږلو غوښتنه کړې وه، وویل: "تاسو باید د نیول شویو سیمو خلک ګرینلینډ ته واستوئ."