بامیان کې د سرب او جست کان تړون
دلو 09, 1403 13:25 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د سربو او جستو د پنځو کانونو د استخراج قراردادونه لاسلیک کړل.
د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري ویلي چې دا کانونه د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې موقعیت لري ټاکل شوې پر دغو کانونو یو میلیارد او اووه سوه میلیون افغانۍ پانګونه وکړيخبرپاڼه زیاتوي چې دا قراردادونه د پنځو کلونو لپاره دي او بیا تمدید کېدای شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کانونو پروسس به سل په سلو کې دننه په افغانستان کې ترسره کېږي.همدارنګه، د استخراج په بدل کې، قراردادي شرکتونه د سړکونو، بریښنا او اوبو بندونو جوړولو، د خواف-هرات ریل پټلۍ د دوهمې او څلورمې برخې جوړولو، او د تدریسي روغتون جوړولو پروژې پلي کوي.په بامیان ولایت کې د سرب او جست کانونه د هیواد د بډایه معدني سرچینو څخه بلل کیږي