د سرپرست حکومت پر رسمیت نه پېژندلو د ایران ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40279-د_سرپرست_حکومت_پر_رسمیت_نه_پېژندلو_د_ایران_ټینګار
په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي وايي چې افغانستان ته د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي سفر د سرپرست حکومت د رسمیت پیژندلو په معنی نه دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 09, 1403 13:26 Asia/Kabul
  • د سرپرست حکومت پر رسمیت نه پېژندلو د ایران ټینګار

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي وايي چې افغانستان ته د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي سفر د سرپرست حکومت د رسمیت پیژندلو په معنی نه دی.

بیکدلي یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې په رسمیت پیژندل د نړیوالو قوانینو پر بنسټ یوه قانوني پروسه ده او خپلې ځانګړتیاوې لري. هغه ټینګار وکړ چې د پیژندنې مسله یوه جدا موضوع ده چې باید په خپل ځای حل شي.د بیکدلي په وینا، کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر د دواړو هېوادونو د ګټو پر بنسټ و.د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ د سیاسي او سوداګریز پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې لیدنې او خبرې اترې وکړې