امریکا سره د اړیکو په تړاو د متقي څرګندونې
دلو 10, 1403 13:15 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي دي چې دوی له امریکا سره د درناوي او وقار پر بنسټ اړیکې غواړي.
هغه د ډالر په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ټیټېدو په اړه دا هم وویل چې دا یوازې په افغانستان پورې اړه نلري بلکې د ډېرو هېوادونو اسعارو کې بدلون راغلی او ځینې یې دا موضوع د منفي تبلیغاتو په توګه کاروي.متقي وويل چې له افغانستان سره د امريکا د مرستو کموالی د ښځو او نجونو په وړاندې د دوی د پالېسيو له امله ده او امریکا دا موضوع یوه بهانه نیولې دهمتقي د سرپرست حکومت د مشر او د سترې محکمې د مشر د نیولو د حکم صادرولو په اړه هم وویل چې دا مسله به د نړۍ له هیوادونو سره د دوی په ښو تعاملاتو منفي اغیزه وکړي.