-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
دلو 16, 1403 13:30د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د بګرام اډې په اړه د ټرامپ څرګندونو ته د مجاهد غبرګون
دلو 16, 1403 13:29د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بګرام هوايي اډې په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې وویل چې دا هوايي اډه د افغانستان تر کنټرول لاندې ده او چین یا امریکا ته یې د سپارلو لپاره هیڅ هوکړه نشته.
-
د عراق فوتسال مسلکي لیګ کې د مهران غلامي ګډون
دلو 16, 1403 13:26د افغانستان د فوټسال ملي ټیم ځوان ستوری مهران غلامي ، د عراق مسلکي لیګ کې د اوبیزو سرچینو ټیم سره یوځای شو.
-
پر کاناډا او مکسیکو د امریکا تعرفو ځنډیدل
دلو 16, 1403 13:25د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کاناډا او مکسیکو باندې نوې لګولې تعرفې وځنډولې.
-
باختري کرانه کې د صهیونیستانو ضد عملیات
دلو 16, 1403 13:24په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستانو ضد عملیاتو په پایله کې دوه صهیونیستان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.
-
د ایران د توغندیو دفاعي سیستم د پوځي مانور دویم پړاو
دلو 16, 1403 13:23د ایران د هوايي دفاعي ځواک د پوځي مانورونو دوهم پړاو نن د جنوبي او مرکزي ایران په ځینو برخو کې پیل شو.
-
تهران د فجر فلم د 43مې جشنوارې کوربه
دلو 16, 1403 13:22تهران دا مهال د فجر فلمونو د دري څلوېښتمې جشنوارې کوربه دی. د فستیوال په دې ګڼه کې درې دېرش فلمونه سیالي کوي. د جشنوارې په دې ګڼه کې د افغان کډوالو په اړه هم یو فلم شتون لري.
-
پاکستان کې د افغان کډوالو نامعلوم برخلیک
دلو 16, 1403 13:21د پاکستان دولت له لوېدیځو هېوادونو څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د قضیو ارزونه ګړندۍ کړي.
-
د افغانستان په اړه د ایران او پاکستاني چارواکو خبرې
دلو 16, 1403 13:15د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوڅ سره د افغانستان د وضعیت په ګډون د سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
-
بامیان ولایت ته د ایران سفارت د سرپرست سفر
دلو 16, 1403 13:01په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست، بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې، د شیعه علماوو شورا غړو او د دغه ولایت والي سره وکتل. د ایران او ددې ولایت ترمنځ همکارۍ یو له هغو موضوعاتو څخه وو چې پرې بحث او ټینګار وشو