پاکستان کې د افغان کډوالو نامعلوم برخلیک
دلو 16, 1403 13:21 Asia/Kabul
د پاکستان دولت له لوېدیځو هېوادونو څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د قضیو ارزونه ګړندۍ کړي.
پاکستان ګواښ کړی چې هغه افغانان به وشړي چې قضیې یې د کوربه هیوادونو څخه ناڅرګندې دي.اسلام آباد مخکې له دې لوېدیځو هېوادونو ته د افغان کډوالو د لېږدولو د بهیر د چټکولو غوښتنه کړې وه.دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پولیسو په دې وروستیو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.له بلې خوا، یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې لویدیځو هیوادونو ته د لیږدولو په تمه دي وايي چې د قانوني اسنادو سره سره د جبري اخراج له خطر سره مخ دي.د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته، لسګونه زره افغان کډوال په پاکستان کې لویدیځو هیوادونو ته د تګ په تمه دي.