باختري کرانه کې د صهیونیستانو ضد عملیات
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40505-باختري_کرانه_کې_د_صهیونیستانو_ضد_عملیات
په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستانو ضد عملیاتو په پایله کې دوه صهیونیستان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 16, 1403 13:24 Asia/Kabul
  • باختري کرانه کې د صهیونیستانو ضد عملیات

په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستانو ضد عملیاتو په پایله کې دوه صهیونیستان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

د فلسطین رسنیو نن سهار د لویدیځې غاړې په شمال کې د عملیاتو خبر ورکړ. ویل کیږي چې د دې عملیاتو ترسره کونکی شهید شوی.دا په داسې حال کې ده چې اشغالګرو پوځیانو لخوا د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو بریدونو ته دوام لري.د فلسطین روغتیا وزارت راپور ورکړی چې د دوه زره پنځه ویشتم کال له پیل راهیسې، په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي پوځ په عملیاتو کې اویا فلسطینیان شهیدان شوي دي.دغه وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په شهیدانو کې لس ماشومان، یوه ښځه او دوه د منځني عمر لرونکي کسان شامل دي.صهیونیستي پوځ په غزه کې د اوربند له ټینګېدو راهیسې په لویدیځه غاړه کې خپل بریدونه پراخ کړي دي.