د افغانستان په اړه د ایران او پاکستاني چارواکو خبرې
دلو 16, 1403 13:15 Asia/Kabul
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوڅ سره د افغانستان د وضعیت په ګډون د سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې دا څرګندونې تهران کې د اکوــ اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د مرستیالانو ناسته کې د ګډون په موخه وشوېد ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې د سرحدي امنیت، د مخدره توکو قاچاق او غیرقانوني کډوالۍ په ګډون ګډې اندیښنې د غونډې په جریان کې د بحث شویو موضوعاتو څخه وې.په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د وضعیت سربیره، د غزې، سوریې او لبنان په پرمختګونو هم بحث وشو.په دې وروستیو کې، پاکستان او ایران د ترهګرۍ، د مخدره توکو قاچاق او له افغانستان څخه د کډوالۍ د مخ په زیاتیدونکي ګواښونو په اړه اندیښمن دي.