پر کاناډا او مکسیکو د امریکا تعرفو ځنډیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40506-پر_کاناډا_او_مکسیکو_د_امریکا_تعرفو_ځنډیدل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کاناډا او مکسیکو باندې نوې لګولې تعرفې وځنډولې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 16, 1403 13:25 Asia/Kabul
  • پر کاناډا او مکسیکو د امریکا تعرفو ځنډیدل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کاناډا او مکسیکو باندې نوې لګولې تعرفې وځنډولې.

ټرمپ کاناډا او مکسیکو ته دیرش ورځې وخت ورکړی چې له خپلو پولو څخه امریکا ته د غیرقانوني کډوالو په وړاندې اقدام وکړي.د کاناډا لومړي وزیر او د مکسیکو ولسمشر ویلي دي چې دوی د ټرمپ د غوښتنې په ځواب کې چې د کډوالۍ او مخدره توکو قاچاق مخه ونیسي، د سرحدي پولیسو د هڅو د پیاوړتیا په اړه هوکړه کړې ده.دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر په چینایي توکو باندې د پنځه ویشت سلنې تعرفو زیاتوالی ساتلی دی.د چین د بهرنیو چارو وزارت دا هم وویل چې د فبروري له لسمې نیټې څخه به په امریکایي محصولاتو له لسو څخه تر پنځلسو سلنې پورې تعرفې ولګوي.