د خبر برخه
  • د ویانا ناستې ته د فطرت غبرګون

    د ویانا ناستې ته د فطرت غبرګون

    حوت 06, 1403 14:36

    د سرپرست حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي دي چې هیوادوال نور په پخوانیو افغان سیاستوالو باندې باور نه لري او دا د دوی لپاره غوره ده چې له دسیسو لاس په سر شي

  • د بیروت شانداره مراسمو ته غبرګونونه

    د بیروت شانداره مراسمو ته غبرګونونه

    حوت 06, 1403 14:34

    د لبنان اسلامي مقاومت د سترو شهیدانو او د دې غورځنګ د مشر سید حسن نصرالله او د هغه د ځای ناستي سید هاشم صفی الدین د جنازې شانداره مراسم د سلګونو رسنیو او نړیوالو شخصیتونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. په همدې حال کې د سید هاشم صفي الدین جنازه به نن مازدیګر دیر قانون النهر سیمه کې خاورو ته وسپارل شي

  • لبناني چارواکو سره د قالیباف لیدنه

    لبناني چارواکو سره د قالیباف لیدنه

    حوت 06, 1403 14:33

    د لبنان لومړي وزیر نواف سلام د ایران د استازو جرګې له مشر محمد باقر قالیباف سره په کتنه کې وویل چې هغه به له ټولو ډیپلوماتیکو او سیاسي لارو چارو څخه کار واخلي ترڅو صهیونیستي رژیم په بشپړ ډول له جنوبي لبنان څخه ووځي.

  • کابل ته د پنجشیر اوبو لېږد پروژه

    کابل ته د پنجشیر اوبو لېږد پروژه

    حوت 06, 1403 14:32

    د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وايي چې کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد پروژې سروې او ډیزاین بشپړ شوی او عملي کار به یې د کابینې له تصویب او تمویل وروسته پیل شي.

  • د افغانستان په ختیځ کې د پولیو واکسین کمپاین

    د افغانستان په ختیځ کې د پولیو واکسین کمپاین

    حوت 06, 1403 14:31

    د هېواد په ختیځ کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.

  • د افغانستان او چین ترمنځ د ۸۰۹ میلیون  ډالرو سوداګري

    د افغانستان او چین ترمنځ د ۸۰۹ میلیون ډالرو سوداګري

    حوت 06, 1403 14:30

    د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په دوه زره څلور ویشتم کال کې یې له چین سره شاوخوا اته سوه او نهه میلیونه ډالر سوداګري درلوده.

  • د افغانستان ملي آرشیف بیارغونې بهیر

    د افغانستان ملي آرشیف بیارغونې بهیر

    حوت 06, 1403 14:29

    د سرپرست حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت وايي چې د افغانستان د ملي آرشیف بیارغونه شاوخوا څلویښت سلنه بشپړه شوې ده

  • آلمان کې د پارلماني ټاکنو پيل

    آلمان کې د پارلماني ټاکنو پيل

    حوت 06, 1403 14:29

    د آلمان په پارلماني ټاکنو کې مسیحي محافظه کاره ګوند تر ټولو زیاتې رایې وګټلې.

  • د هند پر وړاندې د پاکستان ماته

    د هند پر وړاندې د پاکستان ماته

    حوت 06, 1403 14:27

    د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان وتوانېد پاکستان ته ماته ورکړي