د هند پر وړاندې د پاکستان ماته
حوت 06, 1403 14:27 Asia/Kabul
د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان وتوانېد پاکستان ته ماته ورکړي
په دې لوبه کې چې د دوبۍ په میدان کې وشوه پاکستان په لومړي بټنګ سره د دوه سوه او دوه څلویښت منډو هدف وټاکه.په ځواب کې هندوستان وتوانېد په دري څلوېښتم اوور کې ځان هدف ته ورسوي په داسې حال کې چې لا یې هم شپږ وېکټې په لاس کې وې.دا په روان اتلانو جام کې د پاکستان دویمه ماته وه او تر ډېره سیمي فاینل ته د رسېدو چانس یې کم شوی.افغانستان هم د اتلانو جام سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې ماته وخوړه