لبناني چارواکو سره د قالیباف لیدنه
حوت 06, 1403 14:33 Asia/Kabul
د لبنان لومړي وزیر نواف سلام د ایران د استازو جرګې له مشر محمد باقر قالیباف سره په کتنه کې وویل چې هغه به له ټولو ډیپلوماتیکو او سیاسي لارو چارو څخه کار واخلي ترڅو صهیونیستي رژیم په بشپړ ډول له جنوبي لبنان څخه ووځي.
هغه په دغه هیواد کې د هغو سیمو د بیارغونې اعلان هم وکړ چې د صهیونیستي رژیم لخوا ویجاړ شوي ديد غزې د جګړې له امله د رامنځته شویو سیمه ییزو ننګونو په اړه، د لبنان لومړي وزیر وویل: "تر هغه چې فلسطیني خلک په خپله خاوره کې خپل برخلیک په خپله وټاکي او یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ کړي هیڅ حل لاره نشته."د ایران د ولسي جرګې رئیس محمد باقر قالیباف هم د لبنان لومړي وزیر ته د دولت د جوړېدو مبارکي وویله.د یادونې وړ ده چې محمد باقر قالیباف هم تېر ماښام په بیروت کې د لبنان د پارلمان له مشر نبيه بري سره لیدنه او خبرې اترې وکړې