د افغانستان او چین ترمنځ د ۸۰۹ میلیون ډالرو سوداګري
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41107-د_افغانستان_او_چین_ترمنځ_د_۸۰۹_میلیون_ډالرو_سوداګري
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په دوه زره څلور ویشتم کال کې یې له چین سره شاوخوا اته سوه او نهه میلیونه ډالر سوداګري درلوده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 06, 1403 14:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان او چین ترمنځ د ۸۰۹ میلیون  ډالرو سوداګري

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په دوه زره څلور ویشتم کال کې یې له چین سره شاوخوا اته سوه او نهه میلیونه ډالر سوداګري درلوده.

دې وزارت نن په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې عادي دي، او په تیر کال کې صادرات او واردات زیات شوي دي، او په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې تر ډیره حل شوې دي.له افغانستان څخه چین ته صادر شوي صادراتي توکي قیمتي ډبرې، وچې میوې او افغاني غالۍ دي.همدارنګه تکه، خام مواد، او صنعتي او کرنیزې ماشینونه له چین څخه افغانستان ته واردیږي.