د افغانستان په ختیځ کې د پولیو واکسین کمپاین
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41108-د_افغانستان_په_ختیځ_کې_د_پولیو_واکسین_کمپاین
د هېواد په ختیځ کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 06, 1403 14:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ختیځ کې د پولیو واکسین کمپاین

د هېواد په ختیځ کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.

ننګرهار کې د سرپرست حکومت د عامې روغتیا رییس امین الله شریف ویلي چې د دې کمپاین په جریان کې به د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د اووه سوه اویا زره څخه تر اته سوه زره پورې ماشومان واکسین شي.په ورته وخت کې د کونړ د عامې روغتیا رئیس مظفر مخلص هم ویلي چې زموږ هدف په دې ولایت کې پنځو کلونو څخه کم عمره دوه سوه او اته زره ماشومانو ته د واکسین ورکول دي.افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې لاهم پکې د ګوزڼ یا پولیو مثبتې پیښې موندل کیږي، او دې کار اندیښنې راپورته کړې دي.