-
د مسکو او تهران له سیاستونو د کابل ستاینه
حوت 09, 1403 14:03د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت، په تهران کې د افغانستان په اړه د روسیې او ایران د خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو د دې نیک اقدام ستاینه وکړه.
-
هېواد کې د سیلابونو مرګ ژوبلې ډیروالی
حوت 09, 1403 14:02د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د تیرو څو ورځو راهیسې د ویجاړونکو سیلابونو وروسته د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې تر دې دمه د قربانیانو شمیر له څلویښتو څخه ډیر شوی او د زیان کچه هم د اندیښنې وړ ده.
-
کډوالو ته د کورونو جوړولو لپاره د چین ژمنه
حوت 09, 1403 14:01په افغانستان کې د چین سفیر د کډوالو چارو سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه چې هیواد به یې له راستنیدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره استوګنیز ښارګوټي جوړ کړي.
-
د تورخم تړل کیدو ۱۲ میلیوني زیان
حوت 09, 1403 13:59د تورخم بندر د څو پرله پسې ورځو تړلو وروسته د پاکستان ګمرکي چارواکو اعلان وکړ چې دې مسلې تر اوسه دواړو هېوادونو ته دولس میلیونه ډالر زیان رسولی دی.
-
د ایراني چټکې کښتۍ مخکتنه
حوت 09, 1403 13:58د سپاه پاسداران سمندري ځواک یوه ګړندۍ بېړۍ چې د کروز توغندیو د توغولو وړتیا لري مخکتنه وکړه
-
د جاپان ځنګلونو کې پراخه اورلګیدنه
حوت 09, 1403 13:57د جاپان په شمال ختیځ کې د ځنګلونو پراخه اورلګیدنه چې د چهارشنبې په ماسپښین پیل شوه ډیر زیانونه اړولي دي.
-
افغانستان څخه د وتلو بهیر څیړل
حوت 09, 1403 13:56د ډونالډ ټرمپ په دولت کې د امریکا دفاع وزیر وايي، د هغه ټیم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ناکامه وتنې هر اړخ څېړي
-
سیمه ییزو بدلونونو لپاره د یمن چمتوالی
حوت 09, 1403 13:55د یمن د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې که چیرې ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي، نو هیواد به یې د احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره اړین چمتووالی ونیسي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 08, 1403 14:36د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
تهران کې د ډاکټر پزشکیان او لاوروف لیدنه
حوت 08, 1403 14:34د ایران ولسمشر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د ایران او روسیې ترمنځ د تړونونو پلي کول باید ژر تر ژره په پام کې ونیول شي او د پلي کولو پړاو ته ورسېږي