د جاپان ځنګلونو کې پراخه اورلګیدنه
حوت 09, 1403 13:57 Asia/Kabul
د جاپان په شمال ختیځ کې د ځنګلونو پراخه اورلګیدنه چې د چهارشنبې په ماسپښین پیل شوه ډیر زیانونه اړولي دي.
دا اورلګېدنه چې د ایواتي ولایت په اوفوناتو ښار کې رامنځته شوه، نږدې سل کورونه یې ویجاړ کړي او شپږسوه هکتاره ځنګل یې سوځولی دی.د اوفوناتو ښار سیمه ییزو چارواکو په دې سیمو کې د اته سوه پنځوس کورنیو په ګډون د دوه زره څخه زیاتو خلکو ته د وتلو امر کړی دی.په دې پېښه کې د احتمالي انساني مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.